دغه عمليات تېره شپه شاوخوا لس بجې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا د ياد ولايت د مرکز اړوند په خانقي سيمه کي د چاپي په وهلو پيل سوي وو.
په دغه ولایت کي مېشت د ملي اردو د څلورمي پلي لوا قوماندان جنرال رحمت شاه قیمتي ادعا کوي چي په دغو عملياتو کي لسګونه وسله وال طالبان وژل سوي دي.
هغه د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه وايي، خو د ملي اردو د لوا د دويم کنډک قوماندان زمرى وايي چي په دغو عملياتو کي د کومانډو ځواکونو دوه سرتېري وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.
زمرى بيا په دغو عملياتو کي د وژل سويو طالبانو شمیر ٣٥ تنه ښيي او وايي چي ګڼ شمیر طالبان ټپيان سوي هم دي.
د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي وايي چي په دغو عملیاتو کي د کومانډو درې سرتېري وژل سوي دي.
هغه په دغوعملياتو کي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون