د راپورونو له مخي هغه کس چي په نیوزلند کي یې پر دوو جوماتونو برید وکړ او تر پنځوسو پوري کسان یې ووژل، پنځه میاشتي مخکي پاکستان ته تللی و او هلته یې په یوه هوټل کي څو شپې تېري کړي دي.
هغه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کي وخت تیر کړی دی او د هغه هوټل د خاوند پر فیسبوک یې لیکني خپرې کړې، چي دی پکښي استوګن و. خو پاکستاني حکومت ددغه کس په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده. د هوټل خاوند هم له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي په دې اړه معلومات نه سي ورکولای او ورته ویل سوي چي د یاد کس په اړه دې له رسنیو سره خبرې نه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون