د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، پر ایران به نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کي د ایران د چارو مسٔوول برایان هوک ویلي، دوی په دې هڅه کي دي چي پر ایران داسي اقتصادي بندیزونه ولګوي چي د یاد هېواد د خامو تیلو د صادراتو کچه صفر ته راټیټه کړي.

هغه دغه راز د ایراني دولت له خوا د قدس ځواک مشر قاسم سلیماني ته د ذولفقار د نښان ډالۍ ته په اشارې ویلي، په اصل کي د ایران د بهرنیو چارو وزیر قاسم سلیماني دی نه جواد ظریف، ځکه دده په خبره د ایران په بهرنیو چارو کي هر ډول پرېکړي سلیماني کوي. نوموړي زیاته کړې چي روان کال به د ایران لپاره له اقتصادي پلوه تر ټولو بد کال وي ځکه دوی به هڅه وکړي چي د یاد هېواد د خامو تېلو د صادراتو کچه صفر کړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...