د اسیا پراختیايي بانک غواړي سږ کال افغانستان کي د بریښنا د تولید دوه مهمي پروژې پلي کړي.
په کابل کي د اسیا پراختیايي بانک مسٔوولین وايي، سږ کال به کندهار کي د ارغنداب د اوبو څېړنیزه پروژه او د لمریزې برېښنا پروژه پلي کړي او لګښت به یې هم خپله دوی ورکړي.
اسیا پراختیايي بانک افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام وايي، سږ کال یې کندهار کي د دهله بند او لمریزې برښنا د دوهمي پروژې د عملي کیدو په چوکاټ کي د ارغنداب د اوبو څېړنیزه پروژه له مهمو کارونو دي.
د دې بانک چارواکي وايي، اوس مهال د سالنګ د دویم تونل د تخنیکي څیړني په موخه له افغان حکومت سره کار کوي. د اسیا پراختیايي بانک د شمېرو له مخي، اوس مهال د دې بانک په مالي مرسته په افغانستان کي نږدې دېرش بېلابېلي پروژې تر کار لاندي دي او مسوولان یې وايي، پر دې پروژو د دې بانک مېلیاردونه ډالر لګیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون