ملګري ملتونه: د کوکنارو کښت د افغانستان د ثبات پر وړاندي ستر خنډ دی

ملګري ملتونه وایي د نشه یې توکو کښت او قاچاق په افغانستان کي د ثبات او امن پر وړاندي تر ټولو ستر خنډ دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د تېرو شپږو میاشتو د څېړني په اړه په نیویارک کي ځانګړې غونډه جوړه کړې وه او د امنیتي وضعیت د څېړلو ترڅنګ یې د نشه یې توکو پر ستونزو هم بحث کړی دی.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازي تدامیچي یاماموتو په دې غونډه کي د خبرو پر مهال وویل چي د نشه یې توکو کښت او قاچاق په افغانستان کي د امن او ثبات پر وړاندي جدي ټولنیزه ستونزه ده او که یې مخنیوی ونه سي بدي پایلې به ولري. هغه ویلي افغان ځوانان د اعتیاد له امله له جدي ګواښ سره مخ دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...