د راپورونو له مخي که دا مسئله ثابته سي، نو دا به د بشري ژوند او مصري تمدن تر ټولو پخوانۍ سالمه پاته سوې مقبره وي.
مصري لرغونپوهانو ویلي چي دغه مقبره ښایي ۴۴۰۰ کاله پخوا جوړه سوې وي او د کوم پخواني روحاني اړوند ده.
د دوی په خبره، په دغه مقبره کي زینتي ډبري کارول سوي دي او په ټوله مقبره کي مجسمې ښکاري.
ښايي مجسمې د دغه شخص د کورنۍ په غړو پوري اړه ولري. مصر یو له هغو هېوادونو دی چي بشري ژوند او تمدن پکښي زرګونه کاله تاریخي قدامت لري.
همدې مسئلې مصر ته د سلګونه لرغون پوهانو او د بشري ژوند په برخه کي د څیړونکو پام ور اړولی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون