د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات رسنیو ته ویلي، چي د دغه پنځو ولایتونو تخنیکي کارونه پای ته رسیدلي چي د کمېسیون تر پرېکړې وروسته به اعلان سي.
ښاغلي سادات زیاته کړه چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه کوي چې تر دوو درې ورځو د پاتې ولایتونو پایلې هم اعلان کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د انتخباتي شکایتونو کمېسیون د پریکړي پر اساس د کابل ولایت د تېرو پارلماني ټاکنو د ۱۸۲ مرکزونو د رایو شمېرل له سره پیل سوي چي د نن یکشنبي ورځي تر پایه به پای ته ورسیږي، چي د رواني اونۍ په پای کي به د کابل لومړنۍ پایلې هم اعلان سي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دامهاله د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو د ۲۵ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي.
د ولسي جرګې ټاکني د روان کال د مېزان میاشتي پر ۲۸مه نېټه تر سره سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون