د اطلاعاتو او کلتور مسؤلین وايي، د ټولینزو رسنیو زیات استعمال د کتاب لوستلو دود له منځه وړی دی

راپور: محمد یار مجروح

په افغاني ټولنه کي د ټولنیزو رسینو زیات استعمال نه یوازي خلګ مصروفه کړي بلکي د ورځني مسؤلیتنونو څخه يې هم لیري ساتلی دی.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، په ټولنه کي د ټولنیزو رسنیو زیات استعمال د آزادي مطالې دود له منځه وړی دی.

د کندهار داطلاعاتو او کلتور رئيس فضل الباري بریالی وايي، د یادي ستونزي د حل لاري لپاره یې د مطالعې د سیالیو لړۍ پیل کړې ده.

دده په خبره په کندهار کي نژدې ۵۰ کتابتونونه سته خو خلګ بیا هم آزاده مطاله نه کوي.

یو شمیر کسان وايي، د یادي ستونزي اساسي حل لاره د غني کتابتونو جوړول یادوي خو افغان حکومت ندی توانیدلی چي داسي کتابتونونه جوړ کړي چي خلګ د ټولنیزو رسنیو د استعمال پر ځای آزادي مطالعې ته مخه کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...