د لویي لاري موټر چلونکي وايي، حکومت دي دهوايي دهلیزونو تر څنګ ځمکنۍ لاري هم جوړي کړي

راپور: محمد یار مجروح

که څه هم د کندهار – کابل پر لویه لار د مسافر وړونکي بسونه سرعت د ترافیکي پولیسو له لوري څارل کیږي، خو د یادي لاري موټر چلوونکي وايي، د لاري د خرابوالي له امله يې سفر هره ورځ په ستونزو کي وي.

د کندهار ـ کابل لویي لاري موټر چلوونکي وايي، حکومت دي د یادي لاري د رغولو لپاره جدي اقدام وکړي.

موټر چلوونکي وايي، د لويي لاري او پلچکونو د خرابوالي له امله يې سفرونه په ستونزو کي وي او ډیر وخت پر لویه لار ترافیکي پيښي هم رامنځ ته کیږي.

دوی له افغان حکومته غواړي چي دهوايي دهلیزونو تر څنګ دي مځکنۍ لاري هم جوړي کړي.

د ترافیکي پيښو د کنټرول په موخه د کندهار د ترافیکو مسؤلینو درې میاشتي مخکي لویو مسافر وړونکو موټرو ته داسي اله نصب کړه چي د تیز سرعت مخه نیسي.

د کندهار د ترافیکو مدیر سمنوال عبدالحمید وايي، لوی مسافر وړونکو موټرو ته د یادي الې د نصب کولو سره ترافیکي پيښی راکمي سوي دي.

دده په خبره هره ورځ  پر لویه لار د مسافر وړونکو موټرو سرعت څاري.

د یادولو وړ ده چي د کندهار ترافیک پولیس د ترافیکي پيښو د کموالي له امله هره ورځ د کندهار کابل پر لویه لار په دامان ولسوالۍ کي ټول داخلیدونکي مسافر وړونکي ۳۰۳ او ۴۰۴ ماډل موټر د ورځي تر ۱۱ بجو انتظار کوي تر څو ښار ته پر ټاکلي وخت داخل سي.

خو موټر چلوونکي وايي، دايي اساسي حل لاره نده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...