په کابل کي د امریکا سفارت چارواکو د افغان سولي په اړه د پاکستان د منځګړيتوب د هڅي هرکلی کړی دی

 د یاد سفارت یو ویاند ویلي چي امریکا د افغان سولي په اړه د پاکستان هر اقدام مهم بولي او هرکلی یې کوي.
هغه ویلي، متحده ایالات د پاکستان د حکومت له خوا د افغان حکومت، نورو افغانانو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو موقع برابرولو په ګډون هر هغه هڅه ستايي چي سوېلي اسیا کي پراخه همکاري پياوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي، ډېر ژر به طالبان د اسلام اباد په کوربه توب له امریکا سره خبرو ته کېنوي. عمران خان ویلي، دا کار د امریکا له پرله پسې غوښتنو وروسته کوي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...