ولسمشر غني تیره ورځ ماپښین د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.
له ارګه د خپرې سوې خبرپاڼي له مخي، په دې کتنه کي پر دوه اړخیزه همکاریو، تروریزم سره پر ګډې مبارزې او د تروریزم ضد مبارزې په برخه کي د همکاریو د تفاهم پر یاداشت بحث او خبرې وسوې.
د سرچینې په وینا غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره له تروریزم سره پر ګډې مبارزې او د تروریزم ضد مبارزې په برخه کي د همکاریو د تفاهم پر یاداشت چي د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړ، خبري وکړې.
خبرپاڼه کاږي چي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا زیاتي باوري فضا د رامنځته کولو په برخه کي وویل، باثباته افغانستان د پاکستان او سیمي په ګټه دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون