پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه ۲۳۳ پوستې جوړي کړي دي

پاکستان وايي پر ډيورنډ کرښه یې لسګونه امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور ویلي دوی ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي او امنیتي ستونزو د کمولو لپاره پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم لګولو او پوستو جوړولو ته ادامه ورکړې ده.

دده په خبره په ۲۰۱۹ کال کي په پر دغه کرښه د پوستو جوړولو او اغزن سیم لګولو چارې بشپړي سي.

بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا وایي چي دوی پر ډیورنډ تر دې دمه ۲۳۳ پوستي جوړي کړي دي.

دده په خبره په پام کي ده چي ټولټال ۸۰۲ امنیتي پوستې پر دغه کرښه جوړي سي، خو له دې ډلي یوازي ۲۳۳ یې تکمیل دي او عسکر پکښې ځای پر ځای سوي دي.

پاکستان په افغانستان کي د ملي یووالي حکومت له پیل سره سم پر ډیورنډ فرضي کرښه فعالیتونه پيل کړل او د یوې رسمي کرښي په توګه پر هغه باندې دروازې او اغزن سیم لګوي.

په داسې حال کي چي دا یوه فرضي کرښه ده او د افغانانو له لوري منل سوی سرحد نه دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...