د ترکيې ولسمشر ژمنه وکړه چي له سوريې سره به خپل ټول سرحد له هغو کسانو چي ده “ترورېستان” وبلل تصفيه کړي

رجب طيب اردوغان دا خبره پرون په داسي حال کي وکړه ، چي د سوريې د شمال په عفرين سيمه کي د ترکيې پوځي عمليات دوهمي اوونۍ ته ورسیدل.

په شمالي ولايت اماسيه کي د خپل واکمن عدالت او ترقي ګوند کنګري ته په وينا کي ښاغلي اردوغان وويل چي له دي سره به خپل هیواد ته د سوريې د کډوالو د ستنیدو زمينه برابره سي.

 

د ترکيې ولسمشر دا څرګندوني په داسي حال کي کوي چې په راپورونو کې ويل سوي، د ترکيې پوځيانو او د هغوى متحدو سوريايې جنګياليو يوه ستراتیژيکه غونډۍ نيولي ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...