په هرات ولایت کي د وریښمو څخه د جوړیدونکو توکو صنعت د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دی

راپور: غلام فاروق رسولي

په هرات کي د وریښمو څخه په لاس جوړ سوي دستمالونه، لنګوټي او شالونه یو وخت د هیواد شمالي ولایتونو او ان بهرنیو هیوادو ته صادریدل خو اوس دغه صنعت د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي .

محمد آصف  له تیرو ۲۶ کلونو راهیسي هرات ښارکي د وریښمو څخه د جوړیدونکو دستمالونو دستګاه لري.

هغه وايي، په دي وروستیو کي د چین څخه په ارزانه بیه دستمالونه واردیږي چي له امله يې په هرات کي د دوی کاروبار له ماتي سره مخ سوی.

دی زیاتوي چي په هرات ښار کي پخوا زرګونه کسان په دغه صنعت بوخت وه خو په خبره یې اوس د ګوتو په شمیرکسان د دستمال جوړولو دستګاوي لري.

په همدی حال کی شال اوبدونکي هم اندېښنه ښه لري او وايې، که چیري حکومت د چین څخه د ورته توکو پر وارداتو بندیز ونه لګوي نو دغه صنعت به لمنځه ولاړسي .

عبدالودود فیضي زاده د کسب کارانو ټولني مشر دغه ستونزه مني اووايي، په هرات کې اوس مهال ډیری پخواني کسبونه د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي .

چارواکي وایي، هڅه کوي چې کورنیو تولیداتو ته بازار ومومي او بیرته يې پر پښو ودروي.

د وریښمینو توکو جوړونکي په داسي حال کي خپل د کاروبار د خرابوالي او لمنځه تلو څخه خبر ورکوي، چي په هرات کي بیکاري ورځ تر بلي مخ پر ډیریدو ده.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...