په ننګرهار ولایت کي د اوبو سربند جوړ سو

راپور: میلاد حمیدي

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کي د یوه جاپاني شرکت لخوا د ۱۲ سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت  د اوبو سربند جوړ سوی چي د یادي ولسوالۍ ۳۵ زره هکتاره ځمکه به خوړبه کړي، بزګران هیله مند دي چي سږ کال به د دوي زراعت لا پرمختګ وکړي ،بلخوا ته بیا سمیز اداره په دغه ولسوالۍ کي د ښه امنیت ډاډ ورکوي.

بزګران د خپل فصلونو د ودي لپاره را ټول سوي او هغه ویالې پاکوي چي په روان کال کي یې د اوبو څرک  ندی لیدلی.

په کامې ولسوالۍ کي د یو جاپاني شرکت لخوا د ۱۲ سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو سر بند جوړ سو چي د دي بزګرانو هیلې له ځانه سره راوړي.

دلته سمیزه اداره بیا د یادي ولسوالۍ د ښه امنیت ډاډ ورکوي، د کامې ولسوال عطاالرحمن هډوال وایي، چې دلته دوي امنیت د ولسي ټړون له مخې ساتي، دی همداراز د بزګرانو د سته ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...