نړیوال بانک د افغانستان  سره د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستي یو تړون لاسلیک کړ

د مرستي دغه تړون د یکشنبي په ورځ په ارګ کي د ولسمشر او د اقتصادي شورا د غړو په حضور کي د افغانستان لپاره د دي بانک د رئیس او د مالیې د وزیر اکلیل حکیمي ترمنځ لاسلیک سو.

د نړیوال بانک دغه بالاعوضه مرسته به په افغانستان کي د یوې پروژي له لارې د مالي چارو د ښه مدیریت او د ظرفیتونو په لوړولو لګېږي.

د مالیې وزارت له‌ خوا په خپره کړي خبرپاڼه کې ویل سوي، تمه ده چي د دغې پروژې په تطبیق سره د پراختیایي بودجې د لګولو او د مالیې راټولولو بهیر ښه او د عامه خدمتونو په وړاندي کولو کي د حکومت مالي ظرفیتونه لوړ سي.

د ماليې وزیر د دغه تړون د لاسلیک پر مهال وویل، چي افغانستان په وروستیو کي د مالي چارو د ښه مدیریت کولو د یوه سیستم په رامنځته کولو کي ښه پرمختګونه کړي چي په نتیجه کي یې د دولت عواید چي په ۲۰۰۲ میلادي کال کي ۱۳۰ میلیونه ډالره و، په ۲۰۱۶ میلادي کال کي ۱ عشاریه ۲ میلیارده ډالرو ته لوړ سوي دي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...