د ایران او روسیې تازه ادعا: افغانستان کي د جاسوسۍ لپاره اسراييليان ځای پر ځای سوي

ایران ادعا کوي چي په افغانستان کي اسراييلي عسکر موجود دي او له دې ځایه ایران څاري. ایراني رسنیو په خپلو راپورونو کي د ایراني چارواکو له خولي ویلي، چي اسراييلي عسکر په هرات ولایت کي په امریکايي اډو کي ځای پر ځای سوي دي او له دې ځایه ایران څاري او په جاسوسۍ پسي راغلي دي.

ایراني رسنۍ وايي چي دغه عسکر د شینډنډ په یوه نظامي اډه کي ځای پر ځای سوي دي.

روسي رسنۍ هم ادعا کوي چي د امریکايي عسکرو تر بیرغ لاندي اسراييلي سرتیري په افغانستان کي ځای پر ځای سوي دي او په سیمه کي جاسوسي کوي.

اسراييلو تر دې دمه د ایران او روسیې ددغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

افغان حکومت هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی چي په رښتیا هم اسراييلي عسکر په افغانستان کي سته دي او کنه.

ایران تر دې وړاندې هم داسې ادعاوې کړې وې، چي ګواکي ځيني بهرني هېوادونو له افغان خاورې ایرانی حکومت څاري او جاسوسي یې کوي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...