د ايران سيستان بلوچستان ايالت: يوه ځانمرګي بريد کي ۳۰ سپاه پاسداران سرتيري وژل سوي

د ايران په سيستان بلوجستان ايالت کي ،د سپاه پاسداران پوله ساتو سرتيرو د سورلۍ په موټر ځانمرګی بريد سوی، لومړني رپوټونه وايي په دغه بريد کي شل کسه وژل سوي او شل نور ټپيان دي.

د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کي د سپاه پاسداران امنیتي ځواک پر پوله ساتو عسکرو ځانمرګي برید کي مرګ ژوبله اوښتې.

د دغه ځواک ‘قدس’ نومي مرکز په یوه اعلامیه کي ویلي، له باروتو ډک یو موټر له هغه بس  سره ټکر سوی، چي د سرحدي ځواک سرتېري یې لېږدول.

په اعلامیه کي د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل سوي، خو د ایرنا دولتي خبري اژانس په راپور کي د باوري سرچینو له قوله ویل سوي، چي په پېښه کي نژدې ۲۰ کسان وژل سوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

فارس خبري اژانس بیا د وژل سویو شمېر ۳۰ کسان ښيي.

د العدل په نامه ډلي د خواله رسنۍ ټیلګرام له لارې ویلي، چي برید دوی کړی دی.

سیستان بلوچستان د ایران له ناامنه سیمو یوه ده. دغه سیمه له پاکستان سره پر پوله پرته ده او وخت ناوخت د ورته پېښو شاهده وي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...