دا د درې اړخیزه لوبو لړۍ ده چي نن پکښي ۶ لوبه ترسره سول، د نیوزیلانډ لوبډلي له ټاس ګټلو وروسته د توپ اچوني پریکړ وکړه.
د انګلستان لوبډلي د مورګن د ۸۰ منډو او د میلن د ۵۳ چټکو منډو په مټ نیوزیلانډ ته په ۲۰ اورونو کي د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.
د نیوزیلانډ لوبډلي په ۲۰ اورونو کي د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۹۲ منډي ترسره کړې او لوبه یې ددوو منډو په توپیر بایلول.
د نیوزیلانډ لپاره په توپ وهنه کي ګوپټیل ۶۲ او منرو ۵۷ چټکي منډي ترسره کړې.
د نیوزیلانډ لوبډلي که څه هم له انګلستان څخه ماته وخوړه خو بیا هم د لوړ رنریټ په لرلو سره د اسټرالیا په وړاندي پایلوبي ته لار پیداکړه.
ددې لوبي غوره لوبغاړی ایون مورګن ونومول سو.
د دري اړخیزه شل اوریزو لوبو پایلوبه به راتلونکي چهارشنبه د اسټرالیا او نیوزیلانډ تر منځ ترسره سي.