د ټاپي پروژې له پيل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره سي

راپور: محمد یار مجروح

د اقتصاد ریاست مسٔوولین وايي، د دي پروژې تر څنګ به د سړک جوړوني او د بریښنا د ترمیم یو شمېر نوري پروژې هم پلي سي.

مسٔوولین وايي، د یادي پروژې د ښه تطبیق لپاره به ډیر ژر له کندهار د ماین پاکۍ ټیمونه په کار پيل وکړي او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه پکښي برابره سي.

یو شمېر ځوانان بیا پدي نظر دی چي  په یاده پروژه کي څلور هیوادونه شریک دي اوهر هیواد خپلو ګټو ته په کتو به د یادي پروژې ساتنه کوي.

د ترکمنستان هيواد چي د ګازو خورا لوي زيرمي لري، په ١٣٦٨لمريز کال کې يې يوه داسې طرحه  وړاندي کړه، چي له مخي به یې له دغه هېواد څخه د ګازو يوه اوږده نل ليکه د ۱۷۳۵ کیلومتره اوږدوالي په اندازه د افغانستان له لارې پاکستان بيا هند ته وغځول سي او پدي توګه به د ترکمنستان ګاز د پاکستان او هند بازارونو ته لار پيدا کړي.

دغه پروژه په کال کي د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لیږلو ظرفیت لري او ددغو څلورو هېوادونو لپاره سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.

تمه کیږي چې د ۲۰۲۰ م کال په سر کي به د ټاپي پروژه د اوه عشاریه شپږ میلیاردو ډالرو په ارزښت په بشپړه توګه په فعالیت پیل وکړي.

افغان چارواکي وايي، د دغه پروژې له لاري به افغانستان هرکال ۵۰۰ میلونه ډالره یوازي د ګاز د ترانزیټ څخه ترلاسه کړي او هر کال به په هیواد کي ۱۲ زره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کندهار د اقتصاد ریٔس محمدرحیم رحیمي وايي، ټاپي له هره اړخه خاصتا د امنیت په برخه کي اړینه پروژه ده.

دی وايي، داچي افغانستان منظمه برېښنا نلري نو خلګ يې له ګازو څخه استفاده کوي او د دي پروژې له لاري به افغانستان ته یوه اندازه ګاز ورکول سي او ډیری کسانو ته د به کار زمینه هم برابره سي.

دی وايي، د ټاپي پروژې تر څنګ به یو شمیر د سړکونو او د برېښنا دترمیم پروژې هم تطبیق سي.

په افغانستان او پاکستان کې امنیتي کړکېچ هم کولای سي دغه پروژه ټکنی کړي خو افغان چارواکي وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې به چې دا پایپ لاین ورڅخه تیریږي اوه زره امنیتي سرتیري د امنیت لپاره وګومارل سي.

خو بل خوا د کندهار د اقتصاد ریٔس پدې نظر دی چي پدي پروژه کي د پاکستان ګټي دي او پاکستان به پر وسلوالو فشار راوړي چي دې پروژې ته د کار اجازه ورکړي.

پر همدې مهال یو شمیر د نظر خاوندان هم یاده پروژه د افغانستان لپاره له هره اړخه مهمه بولي.

دوی وايي، د یادي پروژې د پيل سره به د افغانستان اړیکي د سیمي له هیوادونو سره ټینګي سي.

د دوی په خبره د پروژې په تطبیق کي د ولسي خلګو ملاتړ مهم دی او دولت باید په هغه سیمه کي چي نل لیکه غځول کیږي د سیمي کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ځوانان زیاتوي چي پدې پروژه کي څلور هیوادونه شریک دي اوهر هیواد به خپلو ګټو ته په کتو د یادي پروژې ساتنه وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...