د اماراتو کرکټ بورډ د افغان غوره لیګ سیالیو ترسره کېدل منظور کړل

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د اماراتو کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا ته په يوه استول سوي لیک کي ويلي، چي دوی په متحده عربي اماراتو کي د افغانستان غوره ليګ (APL  ) سیالیو د ترسره کیدو سره هوکړه کړې.

د کرکټ بورډ له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي د اماراتو کرکټ بورډ په حواله راغلي چي د کرکټ له نړيوالي شورا تر منظورۍ وروسته به د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کي دغه سيالۍ په اماراتو کې پيل سي.

خبرپاڼه زیاتوي، چي افغان پريميرلیګ ( APL  ) د افغانستان کرکټ بورډ سوداګريزې شل اوریزه سيالۍ دي چي تړون یې د روان۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې لاسلیک سو.

د کرکټ بورډ په وینا، د ليګ په لومړي پړاو کې پينځه لوبډلي دي ، چې د دواطلبۍ پر اساس به ګټونکو کمپنیو ته ورکړل سي او د اکتوبر میاشتې له ۵ نيټې به تر ۲۳ نيټې پورې دوام وکړي ، چي د افغان لوبغاړو ترڅنګ به نړيوال لوبغاړي هم په کې ولوبول سي.

په خبرپاڼه کي دا هم راغلي چي افغانستان کرکټ بورډ او ټي سي ایم تر منځ  د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې یو تړون لاسلیک سو، چي له مخې به یې ټي سي ایم له افغانستان کرکټ بورډ سره د اې پي ایل لپاره د تطبیقوونکې کمپنۍ په توګه کار کوي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...