سوریه کي د دریو پرلپسې چاودنو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د سوریې د خبري اژانس د خبر له مخي په دې بریدونو کي چي درې واړه یې په عفرین ښار کي سوي دي پکښي ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې په وینا په دې چاودنو کي د ترکي پوځ د ملاتړو وسله والو په ګډون ۹ کسان وژل سوي او ۱۱ نور ټپیان سوي دي. د راپورونو په وینا له دې بریدونو وروسته د ترکیې پوځ ته هم د اماده باش امر سوی دی او عفرین ته یې تللې لارې ټولې تړلې دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...