خلیلزاد له مارک سیډویل سره پر افغان سولي خبري کړي

د بریټانیا د ملي امنیت سلاکار او د افغان سولې په برخه کي د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چي په لندن کي د افغانستان په اړه د تماس نړیوال ګروپ غونډه کي د افغان سولي، امنیت، ټاکنو او پر اقتصادي پرمختګونو بحثونه او خبري سوي دي.
خلیلزاد ویلي د افغانستان او خلکو لپاره د ښې راتلونکې لپاره هیله مند دی.
نوموړي په یوه ټویټ کي ویلي، چي د یادې غونډي په څنډه کي یې د بریټانیا د ملي امنیت سلاکار مارک سېډویل سره هم پر افغان سولې خبري کړي.
سېډويل د افغان سولي په تړاو د خلیلزاد له روانو هڅو ملاتړ کړی او پر بین الافغاني مذاکراتو یې ټینګار کړی.
په لندن کي د نړیوال تماس ګروپ په غونډه کي د سولي عالي شورا ددار الانشاء رییس عمر داوودزي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان او د یو شمیر نورو هېوادونو استازو برخه اخیستې ده.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...