طاهري: تماس غونډه کي د سولي په پرمختګونو خبري سوي دي

د سولې عالي شورا په لندن کي د تماس نړیوالې ناستي ته خوشبیني ښیي او دغه ناسته د سولي خبرو اترو لپاره هیله بخښوونکي ګڼي.
د سولي عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، چي د تماس نړېوالي ډلي د غړیو هېوادونو ژمنو ته په کتو هېله‌ مند دي چي دا ناسته د سولي خبرو اترو د پیل لپاره ګټوره نتیجه ولري.
د افغان حکومت او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ د سولي خبرو اترو د پیل لپاره د اسانتیاوو برابرول، له دې پروسې د هېوادونو ملاتړ او د همغږي رامنځته کول له هغو مواردو دي چې د لندن په یو ورځنۍ ناسته کې پرې خبري سوي.
د سولي عالي شورا وايي، د تماس د نړیوالې ډلي په غونډه کي د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ۲۶ هېوادونو استازو برخه اخېستې وه او په ‌دغه ناسته کي د سولي وروستیو پرمختګونو په اړه خبري سوي. له دې ټولو سره د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان او د سولي لپاره د سیمه ‌ییزې اجماع په چارو کي د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي ګډون کړی وو.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...