میرزکوال: د کونړ سیند مهارولو هڅي چټکي سوي دي

د کونړ سیند چي لویه برخه یې له ګټې اخیستنې پرته ګاونډي هېواد پاکستان ته بهیري له کلونو راهیسې یې د اوبو د مهار ژمنې کیږي، خو تر دې مهاله نه دي عملي سوي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي، د سیند د اوبو د مهار لپاره یې هڅي چټکي کړي او ډير ژر به یې عملي کار هم پیل سي.

نوموړی وایي، د اوبو له مهار سره به د سیند دواړو غاړو ته لسګونه جریبه ځمکه د کرکېلې وړ او د کرنیزو فارمونو په جوړولو سره به خلکو ته کاري فرصتونه رامنځ ته سي.

که څه هم له دې وړاندي پر کونړ سیند د یوه بند د جوړېدو ژمني هم سوی وې، خو د پاکستان له مخالفت وروسته د دې بند دجوړېدو چارې هم ځنډېلي دي.

ځایي خلک وایي، دغه سیند له ګټې ا خیستنې پرته پاکستان ته بهیري، خو د سیند دغاړې خلکو ځمکي د اوبو د کمښت له امله شاړې پاتي دي.

د کونړ ځایي خلک وایي، د سیلابونو له امله یې هرکال ځمکې سېل لاندي کوي، خو که د سیند اوبه مهار سي، نو دغه ستونزه به یې هم حل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...