د امریکا دغه تصمیم د چارو د څارونکو ترمنځ زیاتي اندېښنې رامنځ ته کړي دي.
دوی اندېښمن دي چي د روسیې سره له تړون نه د امریکا وتل به د تسلیحاتي سیالیو نوی دوران رامنځته کړي.
امریکا د سړې جگړې وروسته د روسیې سره د منځ مهاله واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د کنټرول سند لاس لیک کړی و.
امریکا اوس روسیه ددې تړون نه په سرغړونه تورنوي، خو روسیې دغه تورونه نه مني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبریالانو ته ويلي، چې هیواد یې روسیې ته یو رسمي لیک استولی دی او ورته یې ویلي دي چي که روسیه ددې تړون نه سرغړونو ته دوام ورکړي امریکا به د شپږو میاشتو په موده کي له دې تړون نه ووزي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون