د فیسبوک ټولنيزي شبکې ويلي، چي په سازمان سوي بڼه له اعتبار سره همغږې څو صفحې یې له انسټکرام او فېسبوک څخه لیري کړي دي.
ددې شبکي مسٔوولينو ويلي، چي دغو پاڼو له ایران څخه خپروني کولي او د حکومت د ملاتړ په پار یې خبرونه خپرول.
ددې شبکې مسٔوولينو ویلي چي ځينې داسي پاڼې هم وې چي تر دوو میلیونو ډیرو کسانو لایک کړي وې.
سرچینه زیاتوي چي د دغو پاڼو له پاره ۳۰ زره ډالره ځانګړي سوي وو.
ویل کیږي هغه پاڼي چي فیسبوک بندي کړي تر ډيره د سعودي عربستان، اسراییلو او د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ او ضد یې خپرونې کولې. له دې سره سم فېسبوک خلکو ته ډاډ ورکړی چې دوی دا ډول رسنۍ تر نظر لاندي لري او پرې به نه ږدي چي د خلکو د منحرف کولو لپاره خپلو کړنو ته دوام ورکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون