حضرت الله ځاځي د شهزاد محمدي ريکارډ مات کړ

د لس اوريزه ليګ سيالیو په يوه سيالۍ کي تر ټولو د ډیرو منډو جوړولو ريکارډ افغان لوبغاړي محمد شهزاد په سږ کال لس اوريزه ليګ کي په خپل نوم کړ، نوموړي (۷۴) منډي جوړي کړې چي دا د لس اوريزه ليګ تر ټولو زياتي منډي وې، خو  يو بل افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي د شهزاد ريکارډ مات کړ او تر هغه يې دوه منډي زياتي کړې، حضرت الله ځاځي په سيالۍ کي (۷۶) منډې جوړې کړې.
حضرت الله ځاځي په (۳۵) توپونو يې (۷۶) منډي جوړې کړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان سو.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...