د سوريي په ادلب ولایت کي پرون دوه ژورنالستان چي د حکومت او هم د وسله والو یاغیانو له منتقدانو څخه وو، د نا معلومو وسله والو په برید کې ووژل سول.
د سوريي د بشري حقونو د څار ډلې چي له لندنه فعالیت کوي، ویلي دي چي راید فارس او حمود الجنید د ادلب ولایت په کفر نبیل ښارګوټي کي په ډزو له ټپی کېدو وروسته ساه ورکړه.
د بشري حقونو دا ډله وايي، پر دې دواړو ژورنالستانو نا معلومو وسله والو چي په یوه موټر کي سپاره وو، ډزې وکړې.
د سوريي د ادلب ولایت له نیمايي زیاته برخه د تحریر الشام وسله والي ډلي تر واک لاندي ده او پاته سیمي يې د ترکيې پلوه وسله والو په کنټرول کي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون