ایران یو ځل بیا: متحده ایالات د داعش وسله وال افغانستان ته لیږدوي

د ایران د پارلمان ریٔس علي لاریجاني یو ځل بیا پر متحده ایالاتو تور پوري کړی چي په افغانستان کي د داعش ډلي ملاتړ کوي او د اسیا بې ثباته کولو په هڅه کي ده.

هغه پرون په یوه غونډه کي د خبرو پر مهال وویل چي امریکا هڅه کوي د منځنۍ اسیا بې ثباته کولو په موخه د داعش وسله وال له سوریې او عراقه افغانستان ته ولیږدوي او د هغه په خبره دا پروسه له تیر کال راهیسې روانه ده.

لاریجاني له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کي پر سیمه ییزه همکارۍ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چي ایران، ترکیه، روسیه، چین او پاکستان باید افغانستان کي له ترهګرۍ سره په مبارزه کي جدي ګامونه پورته کړي.

دا لومړی ځل نه دی چي ایران په افغانستان کي پر امریکا د داعش د ملاتړ تور پوري کوي بلکي تر دې مخکي یې هم ورته تورونه پورې کړې دي، خو امریکا بیا وایي ایران د دې لپاره د تورونو لوبه مخته وړي چي غواړي په بې غمۍ د طالبانو وسله وال ملاتړ وکړي خو دواړه هېوادونه پر یو بل پوري سوې تورونه ردوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...