وسله والو طالبانو د ملي اردو ۱۴ سرتیري وژلي او ۲۰ نور یې ژوندي نیولي

د هرات ولایتي چارواکي وايي، وړمه شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت په زاول ولسوالۍ کي د ملي اردو پر پوسته برید کړی، چي له برید وروسته په دغه پوسته کي تر ۳۰ زیاتو سرتیرو سره یې اړیکي پرې سوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، چي وسله والو طالبانو د زاول د ولسوالۍ د چشمه په کلي کي د ملي اردو په یوه پوسته ډله ییز برید کړی، چي له امله یې دا پوسته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.

هغه په دې جګړه کي د ملي اردو سرتیرو ته د سر د اوښتي زیان په اړه څه ونه ویل.

خو هرات کي یو لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چي د وړمي شپې په نښتو کي د ملي اردو ۱۴ سرتیري وژل سوي او د څلورو ټپي سرتیرو په ګډون شل نور سرتیري د وسله والو طالبانو له خوا نیول سوي دي.

د۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله هم د زاول په ولسوالۍ کي د ملي اردو د سرتیرو او طالبانو ترمنځ د وړمي شپې جګړه تایید کړه، خو د ملي اردو سرتیرو ته د اوښتو تلفاتو دقیق شمیر یې ونه ښود.

طالبانو د برید پړه منلې او د تلفاتو اړولو سربېره یې د ۲۰ سرتیرو د نیولو ادعا هم کړې ده.

دا ولسوالۍ پخوا د شینډنډ ولسوالۍ مربوط وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...