د روزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کي پر افغان پولیسو هوایي برید سوی دی.
په پېښه کي ۷ افغان سرتېري وژل سوي او شپږ نور ټپیان دي.
د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوال فیض محمد له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي هوايي برید پر وسله والو طالبانو ترسره کیده خو په تیروتنه افغان پولیس په نښه سوي دي.
پېښه تیره ورځ تر غرمې مخکي شاوخوا ۱۱ بجې سوې ده.
تر اوسه دا نه ده په ډاګه سوې چي برید بهرنیو ځواکونو کړی که افغان ځواکونو په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي خپاره سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون