اوچا: سږکال جګړو ۵نیم لکه افغانان بې کوره کړي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل یو تازه راپور کي، چي د جمعې په ورځ یې خپور کړی، افغانستان کي د بشري وضعیت د خرابیدو په اړه اندیښنه ښودلي او ویلي دي، چي د ۱۸ کلني دوامدارې جګړې څخه زیږیدلو ناخوالو، چي د کمیدو هیڅ څرګ یې نه لګیږي، سربیره رواني وچکالۍ د افغانانو ستونزي نوري هم زیاتي کړي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کي ویلي، سږکال جګړو او وچکالۍ شاوخوا پنځه نیم سوه زره افغانان له خپلو مینو بې ځایه کړي، چي د دې شمیر سربیره ۳.۳ میلیونه نور افغانان د خوړو د مصونیت د ګواښ سره مخ دي.

دا راپور وایي، ۶.۳ میلیونه خلک یو ډول بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري، په دې شمیر کي ۳.۷ میلیونه هغه خلک هم شامل دي، چي په جدي ډول مرستو ته ډیره زیاته اړتیا لري، د تاوتریخوالي، په زور له خپلو مینو بې ځایه کیدو، د ژوند د تیرولو اساسي امکاناتو له لاسه ورکولو او اساسي خدمتونو ته د محدود لاس رسي له امله د ستونزو سره مخ دي.

دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي ورځ تر بلي هوا سړېږي او که اړمنو ته مرستي ونه رسیږي، ممکن له ناوړه ستونزو سره مخ سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...