انګیلا میرکل د خپل ګوند له مشرۍ لیري سوه

د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مرکل چي له ١٨ کلونو راپدېخوا د هغه هیواد د واکمن مسیحي دموکرات گوند مشره وه، د ګوند له مشرۍ گوښه سوه، خو نژدې متحده یې پر ځای وټاکل سوه.

د هامبورګ په ښار کي د جرمني د مسیحي ډموکرات ګوند مرکزي کنګرې ددغه ګوند د مشرتابه د ټاکني په رایه اچونه کي انه ګریت کرمپ کارنباور د نوې مشرې په توګه وټاکله.

انګیلا مرکل له ١٨ کالو او اتو میاشتو وروسته په خپله خوښه د ګوند له مشرۍ گوښه سوه.

د مسیحي دموکرات ګوند دغه ګوندي ټاکنو کي په رایه اچونه کي کرنباور ٥١٧ رایې او فریدریش میرڅ ۴٨٢ رایې وګټلي او کرن باور اکثریت ترلاسه او د جرمني د دغه مقتدر واکمن ګوند مشره سوه.

د جرمني صدراعظمي انګیلا مرکل تیره میاشت اعلان وکړ چي نور نه غواړي د ګوند مشري وکړي، خو د صدرات چوکۍ به تر راتلونکو ټاکنو پوري پرمخ بوزي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...