د افغان سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون په مسکو کي له روسي چارواکو سره په افغانستان کي د سولي په اړه خبري کړي دي.
ټاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چي زلمي خلیلزاد په مسکو کي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي د مخامخ خبرو د پیل پر موضوع خبري کړي دي.
د سرچیني په وینا مسکو په دې باور ده چي افغان ستونزه نظامي حل نه لري نو باید پر ډیپلوماټیک حل یې غور وسي.
خلیلزاد څو ورځي وړاندي د سیمي ځیني هېوادونو ته خپل دریم سفر پیل کړ.
هغه لومړی پاکستان ته لاړ له هغه وروسته کابل ته راغی او اوس په روسیه کي دی.
نوموړی به له دې وروسته ترکمنستان، قطر، عربي اماراتو او بلجیم ته هم سفرونه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون