راپور: مهتمم صالح
یاسين قادري څه وخت مخکي د دغه سياليو اتلولي ګټلې وه، چي پنجشنبه کندهار ته راغلي او دغه جام يې د ستر جنرال عبدالرازق کورنۍ ته سپارلي.
د هيواد د بدني ښکلا اتل ياسين قادري د ګلوبل کلاسيکو نړوالو سيالیو کپ د سترجنرال عبدالرازق په نوم کړي او دغه جام يې د هغه کورنۍ ته سپارلي.
یاسين قادري څه وخت مخکي د دغه سياليو اتلولي ګټلې وه.
د کندهار د ولايتي شورا رئيس سید جان خاکريزاوال وايي، د دغه جام او ميډال سپارل د جنرال رازق کورنۍ ته د ملي يوالي نښه ده او د کندهار ټول ولسونه د ښاغلي قادري څخه مننه کوي.
ياسين قادري وايي، کله چي سترجنرال عبدالرازق ووژل سو ده پرېکړه وکړه، چي که يې چيري په دغه سياليو کي بريا خپله کړه، نو هغه به د جنرال رازق په نوم نوموي، چي دا هيله يې پوره سوه.
دی وايي، سترجنرال عبدالرازق د ټول هيواد د ملي يوالي او يومټي والي نښه وو.
ياسين قادري پر داسي مهال خپل د اتلولی جام د ستر جنرال په نوم کوي، چي د هیواد په بېلابيلو ولايتونو کي جادې، واټونه او نور تاسیسات د نوموړي په نوم نومول سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون