راپور: مهتمم صالح
دوی وايي، غله د وسلې په زور د خلکو څخه موټرسېکلان، مبايلو او نور قيمتي توکي اخلي.
د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کي د موټرسېکلانو غلاوي ډېري سوي دي.
دوی وايي، غله د وسلې په زور ورڅخه موټرسېکلان، مبايلونه او حتا موټرونه هم اخلي.
دغه راز دوی وايي، کله چي پوليسو ته ورسي، هغوی هم ورسره همکاري نه کوي.
دوی د امنيتي ځواکونو څخه غوښتنه کوي، چي د دغو غلو مخه ونيسي تر څو دوی ورڅخه په امن کي سي.
بلخوا د کندهار امنيه قومندانۍ وياند ضيا درانی وايي، له تېرو دوی مياشتو راهیسي یوه عارضه هم دوی ته د غلو اړوند نه ده ور وړل سوې.
ضيا درانی وايي، د تېر کال په پرتله د غلو کچه کمه سوې ده او د جينايي جرمنو په وړاندي د مبارزې پوليس کوښښ کوي چي د دغه غلو مخه ونيسي.
د يادولو وړ ده چي څه موده مخکي د د امنيې قومندانۍ پولیس د یوې ښځي په ګډون لس تنه د موټرونو د غلا په تور نيولي وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون