د اسیا د لودیځ هېوادونو په چارو کي د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي رسول اسلامي ویلي، ایران تل غوښتي چي د افغانستان ستونزه د خبرو له لاري حل سي او اوس هم هیله لري چي د مسکو کنفرانس وکړای سي افغانان یو ګام نور هم سولي ته نږدي کړي.
نوموړي ویلي په دغه کنفرانس کي خبري او بحثونه د ټولو اړخونو د قناعت وړ و او دا غوښتنه سوې چي ورته غونډې دي وغځول سي.
دده په خبره ګډونکوونکي هیوادونو پرېکړه کړې چي ژر تر ژر به د افغان سولي په اړه بله غونډه هم جوړوي.
اسلامي وايي دا لومړی ځل و چي د افغان سولي شورا استازو او طالبانو له یو بل سره ولیدل او په دې توګه یې خپلي خبري سره شریکي کړې.
نوموړي ټینګار کړی چي افغان جګړه د خبرو پر مټ د حل وړ ده او ټولو ښکیلو اړخونو ته په کار ده، چي په دې حقیقت ځان وپوهوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون