د مسکو په ناسته کي د طالبانو د پنځه کسیز پلاوي ګډون د سولي خبرو د پیل لپاره هیلي ټوکولي دي.
د ولسي جرګي ځیني غړي وایي؛ هر هیواد، چي وکولای سي په افغانستان کي د سولي او ثبات لپاره زمینه برابره کړي، د خلکو له هرکلي سره به مخ سي.
د ولسي جرګي غړو ویلي، له دولت او نړیوالي ټولني غواړي، چي په افغانستان کي د روانو وژنو په اړه بې تفاوتۍ ته د پای ټکی کښیښودل سي او په دې سختو شرایطو کي د سولي له خبرو او کنفرانسونو ملاتړ وکړي.
د ولسي جرګي ریٔس ټینګار کوي، چي د مسکو په ناسته کي د طالبانو د ډلي د استازیو حضور وښوده، چي دا ډله د سولي خبرو ته علاقه لري.
دده په خبره حکومت ته په کار ده، چي فرصت له لاسه ور نه کړي او په دوامداره توګه د سولي بحثونه وغځوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون