د سولي عالي شورا وایي، له وسله والو طالبانو سره به د سولي خبرو لپاره یو با صلاحیته پلاوی وټاکي

یاده شورا دا څرګندوني د مسکو تر غونډي یوه وروسته کوي.

د سولي شورا یو پلاوي د تيرې جمعې په ورځ په مسکو کي له طالبانو سره لیدلي دي او په خبره یې د غونډي ګډونوالو پر طالبانو ږغ کړی چي له افغان حکومت سره دي د سولي خبرو ته کښېني خو طالبان وایي، حکومت صلاحیت نه لري او دوی چمتو دي له امریکا سره خبري وکړي.

سولي شورا د دې پلاوي د جوړیدو په اړه خبري وروسته تر هغه کوي چي ټاکل سوې د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی کابل ته راسي او د افغان چارواکو سربیره د ځیني اسیایي هېوادونو له چارواکو سره پر افغان سوله خبري اتري وکړي.

خلیلزاد د خپل لومړي سفر په پای کي پر افغان حکومت او طالبانو ږغ وکړ چي هر څومره ژر کیدای سي د خبرو لپاره دې با صلاحیته پلای وټاکي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...