د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون او د ملکي وګړو د خوندیتوب کمیته وایي، په هیواد کي د جګړې د ښکیلو لوریو له خوا د ملکي وګړو ژوند ته د نه پاملرني له امله د ملکي وګړو په ځانګړي توګه د ماشومانو مرګ ژوبله لوړه سوې ده.
په افغانستان کي د یاد بنسټ مشر نجیب ببرکزي وویل، چي د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي دوی د ماشومانو د مرګ ژوبلي ۱۲۹۲ پیښي یې ثبت کړي چي په کې ۱۴۵ ماشومان وژل سوي او ۱۱۴۲ تنه نور ټپیان سوي دي.
یاد بنسټ د جګړې پر ښکیلو لوریو ږغ کړی چي د ملیکانو ځانګړې توګه د ماشومانو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون