د افغان-ترک ښوونځیو د ادارې له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي نن سهار ۶بجې افغان امنیتي ځواکونو او د هرات د پوهني ریاست چارواکو په هرات کي د افغان-ترک پر ښځینه او نارینه ښوونځیو چاپه وهلې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چي د هلکانو په ښوونځۍ کي څو کسه استادان او ښوونکي د پولیسو له لوري نیول سوي او نامعلوم ځای ته لیږدول سوي دي.
سرچینه زیاتوي چي امنیتي ځواکونو د انجونو ښوونځۍ هم محاصره کړی دی او په زور دغه ښوونځۍ ته ننوتلي دي.
ددغه ښوونځیو ادارې ویلي چي د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو دغه کار غیر قانوني دی او له ټولو نړیوالو معیارونو سره په ټکر کي عمل دی.
دوی له افغان حکومت غوښتي چي د ورته غیر قانوني کړنو مخه ونیسي.
تر دې وړاندې په نورو ښارونو کي هم پر افغان-ترک ښوونځيو ورته چاپې وهل سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون