د رسنیو د راپورونو له مخي اریانا افغان الوتکه له نوي ډهلي د کندهار په لور خوځیده، چي د اختطاف زنګ یې وهلی دی.
رسنۍ وايي چي له دې سره سم د ترهګرۍ ضد هندي پولیسو د نوي ډهلي هوايي ډګر محاصره کړ او الوتکه یې له الوتني را وګرځوله.
تر دوه ساعته څېړنو وروسته معلومه سوه، چي د الوتکي پيلوټ په تېروتني د خطر زنګ وهلی و او کومه ترهګریزه پیښه نه وه.
په الوتکه کي ۱۳۳ کسه سپاره و او چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون