امریکایي سناتورانو له ټرمپ غوښتي چي له افغانستان او عراق دي د سرتیرو ایستلو ته بیړه نه کوي

سناتورانو تیره ورځ هغه لایحې ته رایه ورکړې چي له مخې یې ټرمپ د سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه سي کولای.

ددغه لایحې له مخي سناتورانو له ټرمپ غوښتي، تر هغه چي په افغانستان او سوریه کي د القاعده او داعش ډلي جرړې ختمي سوې نه وي ټرمپ نه سي کولای چي خپل سرتېري له دغه هېوادونو وباسي.

سناتورانو ویلي چي ټرمپ دي د سرتېرو دایستلو پر ځای د یادو ډلو د له منځه وړلو پر پلان کار وکړي.

د امریکا په سنا کي د اکثریت مشر مک کونال تر دې وړاندي ویلي وو، چي دی او ډله به یې د ټرمپ د اقداماتو مخنیوی وکړي او هغه ته به اجازه ور نه کړي چې په دومره بېړه خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

خو ټرمپ پخپله وروستۍ مرکه کي بیا ویلي چي خپل سرتېري له افغانستان وباسي، یوه وړه ډلګۍ به د استخباراتي معلوماتو لپاره پرېږدي، خو همدا چي حالات ګډوډ ورته ښکاره سي ژر به بېرته افغانستان ته ځواکونه لېږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...