د عامې روغتیا وزارت وایي ددوی د معلوماتو له مخي په افغانستان کي د نفوس د ډیریدو چټکوالی به د هېواد راتلونکو نسلونو ته ستونزې جوړي کړي.
ددغه وزارت وزیر فیروز الدین فیروز وایي دمګړی په افغانستان کي د نفوس د ډېرېدو کچه په کلنۍ توګه ۲.۳ سلنه ده چي که همداسې دوام وکړي تر۲۴ کلونو پورې به د افغانستان نفوس دوه برابره سي.
د نوموړي په وینا اوس په افغانستان کي په اوسط ډول هره جوړه له ۴ تر شپږو اولادونه زېږوي، خو د عامي روغتیا وزارت هڅه کوي د نفوس د تنظیم چارې په کورنیو کي عامي کړی.
دده په خبره په افغانستان کي د نفوس چټکه وده د تعلیم، روغتیايي خدماتو، اقتصاد او نورو مسایلو لاسرسی ستونزمنوي، نو په افغانستان کي روان وضعیت ته په کتو داسي ویلای سو، چي د نفوس چټکه وده د راتلونکو نسلونو لپاره نوي مشکلات زېږولای سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون