په کابل کې د سعودي عربستان سفارت وايي، چي د حج او عمرې وېزې وړيا دي، هېچاته يې په دې اړه د انحصارۍ وکالت نه دى ورکړى

 

د ياد سفارت لخوا په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، هېڅ کوم شرکت، دفتر، طبي مرکز او يا هم شخص ته يې د سفارت له نوم څخه په استفاده خبرو کولو انحصاري وکالت يا نمايندګي نه ده ورکړې.

سرچينې زياته کړې، د سعودي عربستان د حکومت يواځينۍ موخه د ټولو مسلمانانو لپاره که په افغانستان کي وي او که کوم بل ځاى کي له انحصار نه پرته د غوره خدماتو وړاندي کول دي. سفارت وايي، د حج او عمرې وېزې هم په وړيا توګه ورکول کېږي او هر هغه څوک چي د حج او عمرې د وېزو د ورکړې د نمايندګۍ يا انحصار ادعا لري، هېڅ حقيت نه لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...