د سومالیا یوې ترهگري ډلي الشباب په گاونډي ملک کینیا کي پر یوه هوټل برید کړی چي پنځلس کسه یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
ویل کیږي چي دغه نښتي تر ۱۱ ساعته ډېر دوام کړی دی.
د کینیا حکومت تر اوسه د مړو او ټپیانو د دقیقي شمیري په اړه څه نه دي ویلي، خو داسي اټکل کیږي چي د مړو او ټپیان شمېر به تر یادو شوو شمیرو هم ډیر وي.
په وژل سوو کسانو د کینیا ۱۱ وګړي، یو امریکایی او یو برېتانوی شامل دي. امریکا هم په دغه پېښه کي د خپل یوه وګړي وژل کیدل تایید کړي دي.
لا هم په دې اړه معلومات نه دي ورکړل سوي چي بریدګر څو کسه وو او څه ډول یې پر دغه هوټل خونړی برید کړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون