ولسمشر غني د افغان سولي په اړه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د لیدني پر مهال ویلي، چي د سولي په اړه په هیواد کي د سیاسیونو ترمنځ هیڅ ډول د نظر اختلاف نسته دی.
دده په وینا په دې اړه په کور د ننه بشپړه اجماع موجوده ده، خو ددې اړتیا ده چي سیمه ییزه اجماع هم پياوړي سي.
نوموړي د سولي په برخه کي د زلمي خلیلزاد هڅي ستایلي دي.
خلیلزاد له ولسمشر غني سره په لیدنه کي هند، چین او پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل.
په دې لیدنه کي د ګڼو سیاسیونو تر څنګ د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم هم ګډون کړی و.
خلیلزاد ټینګار وکړ چي امریکا د افغان سولي لپاره هڅه کوي او دغه هڅي به ګټوري پایلي ولري.
دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي خبرو پر پیلولو ټینګار کړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون