مشرانو جرګه: پاکستان د افغانستان پر وړاندي ریښتینی نه دی

مشرانو جرګه په دې وروستیو کي له افغان سولي سره د پاکستان د همکاریو له ژمنو سره سره وایي چي دا هېواد لا هم د افغانستان پر وړاندې ریښتینی نه دی. یاده جرګه دا څرګندوني په داسي حال کي کوي چي په دې وروستیو کي د افغانستان پر وړاندي د پاکستان د سیاست په اړه خوشبیني زیاته سوې، خو مشرانو جرګه، اسلام اباد پر دوه ګوني سیاست او نه ریښتینولۍ تورنوي.

د یادې جرګي لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي، له امنیتي او دفاعي ارګانونو یې غوښتنه دا ده چي د دسیسو ښکار نه سي او په پوره قاطعیت او جدیت د دښمن پر وړاندي ودرېږي. دا په داسي حال کي ده چي پرون ماښام کابل کي یو ځانمرګی برید وسو چي له امله یې څلور کسان ووژل سول او ۱۱۳ تنه نور ټپیان سول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...