افغانستان او د خیبر پښتونخوا حکومت د دولت په دولت او د ولسي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی او ژمنه یې کړې چي په راتلونکو وختونو کي به د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي.
په پاکستان کي د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل نن پېښور کي د خیبر پښتونخوا له لومړي وزیر محمود خان سره لیدلي او د افغان سولي د روانو هڅو په ګډون یې ورسره په یو شمیر مهمو مسئلو خبري اتري کړي دي.
د پېښور د لومړي وزیر له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، په دغه لیدنه کي محمود خان ویلي چي افغانستان کي دایمي امن د ټولي سیمي په ګټه دی او افغان شخړه یوازي او یوازي د خبرو له لاري حل کېدای سي.
بیان کي دغه راز راغلي چي ددې لیدني پر مهال افغان سفیر لطف الله مشعل دپښتونخوا لومړي وزیر ته د ولسمشر غني یو ځانګړی پیغام هم سپارلی دی خو ددغه پیغام جزیات نه دي په ډاګه سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون